دوه نۍ ماښام، د مزارشریف په نهمه ناحیه کې درې پر له پسې چاودنې وشوې او څلور کړۍ ماینونه هم د امنیتي ځواکونو له لورې کشف او شنډ شول.
د تیرې ورځې ماښام شپږ بجو شاوخوا کې، د مزارشریف د نهمې ناحیې اړوندو سیمو کې درې پر له پسې چاودنې وشوې.
د دې چاودنو په لړ کې، د بلخ پولیسو په یوې اعلانپاڼه کې وویل چې څو کړۍ ماینونه په دې سیمه کې ځای پرځای شوي چې شنډ کړای شول.
د بلخ د پولیسو ویاند، عادل شاه عادل وویل چې دې چاودنو کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې او د چاودنې د سیمې د تړل کیدو خبر یې ورکړ.
د بلخ پولیسو تراوسه د دې ماینونو د ځای پر ځای کیدو د څرنګوالي اړوند رسنیو ته څه ندي ویلي.
د بلخ د والي ویاند، منیر احمد فرهاد د دې چاودنو موخه، د خلکو ترمنځ وحشت خپرول بللي او د دې پيښو په جدي پلټنې یې ټينګار کړی.
په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د بلخ استازي، ګل رحمان همدرد ویلي چې په مزارشریف کې د ناکراریو او جنایي جرمونو یو لامل، د نامسووله وسله والو ډیروالی او له دې کسانو د یو شمیر ګوندونو ملاتړ دی.
د دې پيښو پړه تراوسه چا پرغاړه نده اخیستې.
په وروستیو میاشتو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د چاودنو او ځانمرګو کچه په کمسارې توګه لوړه شوې ده.
هغو بریدونو چې ډیرۍ له ملکي وګړو قربانۍ اخیستي.