د بلخ سیمه ییز پازوال وایي چې په دې ولایت کې د ملي امنیت د ځواکونو پر پوستې د طالب جنګیالیو د برید په پایله کې پنځو سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه یې هم طالبانو له ځانه سره بیولي دي.
د بلخ د والي ویاند منیراحمد فرهاد آرزو ټلویزیون ته وویل چې دا پیښه تیره شپه( یوه نۍ/یکشنبه، وږې ۳۰) د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ په پلاسپوس کلي کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، طالبانو د ملي امنیت پنځه سرتیري وژلي او درې یې له ځانه سره بیولي دي.
ښاغلي فرهاد زیاته کړه اوس مهال دا کلی د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.