1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په مزارشریف ښار کې د نظام الدین قیصاري نیولو په موخه عملیات دوام لري

balkh-222
15 Dec 2019

 

په مزارشریف ښار کې د امنیتي ځواکونو او نظام الدین قیصاري کسانو ترمنځ نښته دوام لري.

د بلخ پولیس وایې د نظام الدین قیصاری نیولو لپاره یې د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې عملیات پیل کړي دي.

د بلخ د پولیس مشرۍ ویاند عادل شاه عادل وایې دا نښته له تیرې شپې(پیلنۍ لیندۍ ۲۳مه) د مزارشریف ښار پنځمې ناحیې عزیزآباد سیمه کې د ښاغلي قیصاري کور تر څیرمه پیل شوې او لاهم دوام لري.

د بلخ د پولیس مشرۍ ویاند ټینګار کوي چې د نظام الدین قیصاری کسان له سپکو او درندو وسلو کار اخلی او له همدې کبله یو استوګنیز کور اور اخستی او دوه امنیتي سرتیري هم ټپیان شوي دي.

امنیتي ځواکونه تر اوسه د ښاغلي قیصاري په نیولو نه دی بریالی شوی.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي