سیمه ییز پازوال وایي چې دا پریکړه د قرنطین بهیر د غځیدو اړوند د خلکو د شکایتونو په لړ کې شوې ده.
د بلخ سیمه ییزې ادارې د مزارشریف ښار د لس ورځیني قرنطین وروسته، په تګ را تګ بندیزونه لږ کړل.
سیمه ییز پازوال وایي، چې دا پریکړه د قرنطین بهیر د غځیدو او د اقتصادي فقر د ډیریدو اړوند د خلکو د شکایتونو د ډیریدو وروسته شوې ده.
د بلخ د ولایتي شورا مشر، محمد افضل حدید، په دې اړه آرزو ټلویزیون ته وویل: د خلکو شکایتونه تر دې کچې ډیر شول چې مونږ اړ شو چې د ښار ځینې برخې د تګ را تګ لباره پرانیزو.
خو هغه ټینګار وکړ چې د قرنطین بهیر به د غوایي تر لسمې دوام ولري.
نږدې یوه میاشت وړاندې په بلخ کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه، په تګ را تګ بندیز ولګید او وروسته له هغه، د دې ولایت په مرکز کې د قرنطین بهیر پیل شو.
په همدې حال کې، د بلخ د عامې روغتیا مشر، خلیل حکمتي وایي چې دا اداره د بندیزونو د کمیدو د پریکړې مخالفه ده.
ښاغلي حکمتي د بندیزونو د لیرې کولو پایله د اندیښنې وړ وبلل او زیاته یې کړه چې سیمه ییزه اداره نه یوازې د ښار، بلکې د ولسوالیو په کچه هم باید بندیزونه ولګوي.
له دې سره سم، په بلخ ولایت کې له خلکو سره د حکومت د مرستو د ویش بهیر، نن په تاوتریخوالي واوښت.
یو شمیر هغه کسان چې د دې مرستو د ترلاسه کولو لپاره د سینا لوبغالې ته راغلي وو، وروسته له هغه له پولیسو سره په نښته شول، کله چې هغوی ته مرستې ونه رسیدې.
د بلخ د ولایتي شورا مشر د دې مرستو د ویش په اړه وویل چې دوی په دې ولایت کې د ۲۰ زرو اړمنو کورنیو پيژندنه کړې چې تمه ده د نږدې پنځلسو زرو تنو لپاره لومړني توکي وویشل شي.
له دې سره، تراوسه په بلخ ولایت کې د کرونا نږدې ۸۰ مثبتې پيښې ثبت شوي چې له دې ډلې، اوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.