د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې وسله والو طالبانو تیره شپه ( وري ۲۳مه) د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ په سرآسیاب سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستی یرغلیز برید وکړ.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي وايي چې په دې نښته کې د طالبانو د ډلې یوه قوماندان په ګډون ۷ طالب جنګیالي وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
ښاغلی رضايی زیاتوي چې په دې نښته کې ۵ امنیتي ځواکونو هم ژوند بایللی او دوه نور ټپیان شوي دي.
له بلې خوا د طالبانو ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی دی چې د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ په سرآسیاب سیمه کې د دې ډلې او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې ۱۱ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۵ نور یې ژوندي نیولي دي.