په بلخ ولایت کې د تیرې یوې میاشت په ترڅ کې اتیا تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
د بلخ د پولیسو قومندان اجمل فایز وایي د نیول شویو په ډله کې د غلو دوه خطرناکې ډلې هم شاملې دي چې له یو شمیر وسلو سره نیول شوي.
د دې ولایت د پولیسو قومندان ټینګار کوي چې د غلو د نیولو لپاره د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په بهیر کې، ۹ غلا شوي موټر هم د پولیسو لاسته لویدلي دي.
د نامسووله وسله والو خلکو او سیمه ییزو زورواکو فعالیت، د بلخ د ناکراریو اصلي لامل بلل کیږي.
د شمیرنو پر بڼسټ، په بلخ کې د تیرو ۱۵ ورځو په ترڅ کې، لسګونه جرمي پیښې ثبت شوي چې ډیره برخه یې وسله والې غلاوې وې.