په بنګلادیش کې دو مسافر وړونکو کتارونو د ټکر له کبله ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۸۵ نور ټپیان شوي دي.
سیمه ییز رسنیو راپور ورکړی دی چې دا مرګونې پېښه د بنگلادیش په ختیځ “براهمانباریا”سیمه کې رامنځته شوې چې په کې له ۸۵ زیات کسان ټپیان شوې دي.
دې پیښې د دې دو کتارونو یو شمیر برخو او د وسپنې لیکو ته جدي تاوان اړولی دی او د کاسابا ښار سیمه ییزو چارواکو زیان لیدونکو کسانو ته د مرستې او د دې پیښې د مرګ ژوبلې زیاتوالو اټکل لپاره د مرسته کوونکو ځواکونو له استولو خبر ورکړی دی.
د کاسابا ښار د پولیسو مشر ویلي دي چې ټپيان د سیمې روغتونونو ته استول شوي دي او د بنګلادیش پلازمينې «داکا» بهر د کتارونو حرکت دریدلی دی.
تر اوسه د بنګلادیش چارواکو د دې ټکر د لامل په اړه څه نه دي ویلې.
ویل کیږي چې وړاندې له دې هم د دې هیواد کتار ټکر کړی وو چې په کې ۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او له ۱۰۰ زیات کسان هم ټپیان شول.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي