1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په تاجیکستان کې د آسیا د زړه یا استانبول بهیر  ناسته، ولسمشر دې هیواد ته ورسید

166386091_3808343215908559_1873886876679769836_o-1536x1024
29 Mar 2021

ولسمشرغني نن سهار ( وري ۹مه) د آسیا د زړه یا استانبول بهیر په ناسته کې ګډون په موخه تاجیکستان ته سفر وکړ.

ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان وکړ چې ښاغلی غني په دې دوه ورځیني سفر کې د آسیا د زړه په ناسته کې وینا ترڅنګ د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمان، د دې هیواد لومړي وزیر او پارلمان له مشر سره لیدنه او د دواړو هیوادونو ترمنځ راکړو ورکړو پراختیا په اړه هم بحث کوي.

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې د آسیا د زړه یا استانبول بهیر په ناسته کې ګډون په موخه تاجیکستان ته تللی وايي چې د افغانستان له نورو ګاونډیو هیوادونو سره په هغږۍ هڅه کوي چې په دې هیواد کې تلپاتې سوله ټینګه شي.

سیاسي کارپوهان د افغانستان د سولې په بهیر کې د سیمې او ګاونډیو هیوادونو ونډه مهمه بولي.

د آسیا د زړه نهمه ناسته د تاجیکستان په کوربه توب د افغانستان د حالت په اړه ترسره کیږي او سبا به هم دوام ولري.