د تاجیکستان پارلماني ټاکنې، نن یوه نۍ ( د مارچ لومړۍ) په سیمه ییز مهال، سهار ۶ بجې په ټول هیواد کې د رایو ورکولو په څه د پاسه ۳ زرو او ۴۰۰ مرکزونو کې پيل شو.
د ګزارشونو پر بنسټ، د دې هیواد په پارلماني ټاکنو کې، رایې ورکوونکي د ۲۴۰ نوماندانو تر منځ د ولسي جرګې لپاره ۶۳ استازي ټاکي.
په دې ټاکنو کې د دموکرات سوسیال اووه مخالف ګوندونه هم ګډون لري.
د تاجیکستان د پارلماني ټاکنو سره هم مهاله، په دې هیواد کې نن د سیمه ییزو شوراګانو ټاکنې هم ترسره کیږي.
له دې بهیر څخه، د شانګهای د همکاریو سازمان، دموکراتیکه بنسټونه او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په ګډون، ۲۳۴ څارونکي څارنه کوي.
ویل کیږي چې د رایې ورکولو بهیر به په سیمه ییز مهال د شپې تر ۸ بجو روان وي.