1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په تخار کې اته ولسي پاڅون کوونکي ځواکونه وژل شوي

اردوی-محلی-تخار-ـ-خبرگزاری-خاورمیانه
14 Dec 2020

په تخار ولایت کې د وسله والو طالبانو په برید کې اتو ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د تخار د والي ویاند خلیل اسیر وایي چې وسله والو طالبانو دوه شپې مخکې د تخار په بنګي ولسوالۍ کې پر یوه کلي برید وکړ چې په پایله کې یې ۸ پاڅون کوونکو ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ښاغلی اسیر وایي چې دې ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو په کندز ولایت کې فعالیت درلود او دوه ورځې مخکې بنګي ولسوالۍ ته خپلو کورونو ته تللي وو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.