1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په تخار کې د سړي تښتوونکو د شپږ کسیزې شبکې نیول کیدل

amneaat
20 Apr 2021

د ملي امنیت عمومي ریاست په تخار ولایت کې د سړي تښتوونکو د یوې شپږ کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکړی دی.

 

د دې بنسټ د رسنیز دفتر په اعلانپاڼه کې راغلي چې د دې شبکې ډلمشر چې منګل نومیږي، د تښتونې او ویجاړوونکو او ترهګریزو فعالیتونو په جرم په څرخي پله بندخونه کې په بند محکوم وو چې د طالبانو د خوشې شویو بندیانو په ډله کې وو.

په اعلانپاڼه کې راغلي چې دا دې ډلې د کندز، بغلان، ننګرهار او مزارشریف ولایتونو له سړي تښتوونکو شبکو سره هم اړیکه لرله.

د ملي امنیت ریاست همداراز ویلي چې دې سړي تښتوونکې ډلې هڅه کوله چې په تخار ولایت کې درې سوداګر وتښتوي چې د ملي امنیت سرتیرو له لورې ونیول شول.