سیمه ییز پازوال وایې طالبانو تیره شپه د تخار خواجه بهاءالدین ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو پر پوستی برید کړی چې په پایله کې یې ۱۷ سرتیرو خپل ژوند له لاسه روکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو ډلې تیره شپه (پیلنۍ د مرغومي ۷مه/ډسمبر ۲۸مه)پر خواجه بهاءالدین ولسوالۍ پراخ بریدونه په لاره واچول.
د تخار د والي ویاند محمدجواد هجري رسنیو ته وویل چې دې ډلې د سیمه ییز قوماندان(ملک تاتار)پر امنیتي پوستې برید وکړ چې په پایله کې یې ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او څلور نور ټپیان شول.
د تخار پولیس مشرۍ ویاند خلیل اسیر په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستی برید تایید کړ.خو ښاغلی اسیر د دې ولایت په ماوارای کوکچه ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو له پیله خبر ورکړ.
له دې سره،د تخار یو شمیر اوسیدوونکي په دې ولایت کې د جنایي جرمونو،د پوځيانو د مرګ ژوبلې او نا امینو له زیاتوالی اندیښنه کوي.
د ویلو ده چې په څو وروستیو اوونیو کې د هیواد په بیلابیلو برخو په تیره بیا د امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسله والو طالبانو یرغلیز بریدونه زیات شوي دي،خو امنیتي ځواکونو بیا تل د جګړو په ډګر کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې له راکمیدو خبرې کړې دي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي