1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په تخار کې د ماین په چاودنه کې د دوه تنو مړینه

تخار-1536x1087
16 Sep 2020

په تخار ولایت کې د ماین چاودنې په پایله کې دوه تنه مړه او دوه تنه نور هم ټپیان شوي دي.

سرچینې وایي دا چاودنه تیر مازدیګر (درې نۍ، وږي۲۵) رامنځته شوه او د هغې موخه د دې ولایت د کلفګان ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو مخکینی قومندان وو.

سیمه ییز چارواکي وایي د دې چاودنې په پایله کې، د ګاز څو بالونونه هم چاودنه کړی چې په پایله کې دولس هټېو هم اور اخیستی دی.

خو لاهم د دې پيښې پړه کومې ډلې پر غاړه نده اخیستې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ځای پر ځای شویو ماینونو چاودنې د هیوادوالو اندیښنې ډرې کړي دي.