1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په تخار کې د ناپيژانده وسله والو لخوا د یو ښوونځي سوځیدل

5572409
13 Aug 2020

په تالقان ښار کې یو ښوونځی د ناپيژانده وسله والو کسانو له لوري وسوځول شو.

له تخار څخه یوشمیر سرچینې وایې د ابو عثمان تالقاني ښوونځی نن سهار (زمري ۲۳) د نا څرګندو وسله والو کسانو له لوري سوځول شوی او ټول تجهیزات یې هم له منځه تللي دي.

سیمه ییز چارواکي وایی دی ښوونځي درې زره زدکونکي درلودل.او د تالقان ښار یو له لرغوني ښوونځیو څخه شمیرل کیده.

د تخار سیمه ییز چارواکي همداشان وایي چې تر اوسه د دې پيښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.د راپورونو پر بنسټ په تیر یوه کال کې دا درییم ښوونځی دی چې په تخار کې سوځول کیږي.