| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په تخار کې د پوځيانو په عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته درنده مرګ ژوبله واوښته
06 Jul 2019
دتخار والي وایې چې ددې ولایت په نا امنو برخو کې د پوځیانو په تازه عملیاتو کې،۱۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰۵ نور ټپیان دي،چې د مړو او ټپیان په منځ کې ددې ډلې ۱۵ سرګروپان هم شامل دي.
د تالقانو ښار په څنډو او د دې ولایت په نا امنو ولسوالیو کې د دولتي ځواکونو په دو اونیو چاڼیزو عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۲۶ طالب جګړه مار وژل شوي او ۱۰۵ نور ټپیان دي.
د تخار والي عبدالحق شفق رسنیو ته وویل د مړو او ټپیانو په منځ کې ددې ډلې ۱۵ سرګروپان هم شامل دي.
هغه زیاته کړه: دښمن په ډيرې سر ټیټۍ سره ماته وخوړه او د جګړې په ډګر کې یې مرګ ژوبله هم د پام وړ وه،د هغو شمیرنو پربنسټ چې زمونږ په لاس کې دي ددښمن ۱۲۶ کسان ددې ډلې د ۸ سرګروپانو په ګډون وژل شوي او ۱۰۵ نور ټپیان دي.

ښاغلی شفق ټينګار کوي چې ددې پوځي عملیاتو پر مهال،۴۱ کلي هم د وسله والو طالبانو له شتون چڼ شوي دي.
د تخار والي زیاته کړه چې پوځيانو نږدي ۴۰ کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ کړي دي.
هغه په دې عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله ۸ مړي او ۳۸ ټپیان یاد کړل.
له بلی خوا د ۲۱۷ پامیر قول اردو د دویمې لوا قوماندان جنرال عبدالرزاق وایې چې په دې ولایت کې به هوایی او ځمکني عملیات تر هغه روان وي ترڅو چې د وسله والو طالبانو له شتونه چڼ شوی نه وي.
ښاغلی رزاق وویل:د استول شويو ځواکونو هڅه داده ترڅو د تخار ټولې ولسوالۍ د طالبانو له شتونه چڼ کړي،ډیر ژر به ددې شاهدان اوسو دا ډله په هغو ولسوالیو کې چې حضور لري له منځه به ولاړه شي او یا به وتښتي.

په تخار کې جګړې ډيری د سیمې اوسیدوونکي زیانمن کړي دي.
د تخار یوشمیر اوسیدونکي وایې چې جګړې د دوي کورونه ویجاړ کړي دي او ډیری کورنۍ له خپلو کورونو بیځایه او ښارونو ته یې پناه وړي ده.
مخکې له دې د تخار اوسیدوونکو د پوځيانو د عملیاتو له پڅوالي نیوکه کړې وه،خو د تخار سیمه پازوال بیا د عملیاتو پڅوالی دطالبانو له لوري د ماینونو څښول بولي او وایې چې امنیتي ځواکونو له څلویښتو زیات ماینونه هم شنډ کړي دي.
په تخار کې تیره اونۍ مدني فعالان وویل چې د نښتو په پایله کې،یوازي ددي ولایت له بهارک ولسوالۍ څخه نږدي درې زره کورنې د تالقانو ښار ته بیځایه شوې دي چې د ژوند لومړنیو مرستو ته جدي اړتیاوې لري.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي

