1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په تخار کې د یوه هاوان لګیدو څلور ولسي کسان مړه او ټپیان کړل

2278459
13 Jan 2020

په تخار کې د هاوان د ګولې لګیدو له کبله څلور ولسي کسان مړه او ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع د وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ دا هاوان د وسله والو طالبانو له لوري د تخار درقد ولسوالۍ نورخیل پر کلي توغول شوی وو چې په پایله کې یې یوې پیغلې انجلې خپل ژوند له لاسه ورکړی  او درې  نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په ټپیانو کې دوه ښځې او یو ماشوم شامل دي چې روغتیایې حالت یې د ډاډ وړ دی.

طالبانو تر اوسه په اړه څه نه دي ویلي.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي