| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په تخار کې موټر چلونې ته د نجونو لیوالتیا ډیروالی
25 Oct 2020
که څه هم په تخار کې د ښځو د موټر چلونې د روزنیز مرکز شتون نلري، خو بیا هم په د ېولایت کې یو شمیر میرمنې موټر چلوي.
ذاکره سعیدي، د موټرچلونې د روزنې پرته، خپل موټر په هغه ټولنه کې چلوي چې د هغه په څیر لږ شمیر نجونې په تخار کې موټر چلونې ته زړه ښه کوي.
ذاکره وایي چې موټر چلونه یې له خپلې هڅې او روزنې پرته زده کړې او په دې برخه کې یې ښوونکی، پاملرنه ده.
هغه وویل، که څه هم ښځې په ښار کې د موټر چلونې پرمهال زورول کیږي، خو هغې له کله چې موټر چلونه زده کړې، کولای شي په آسانۍ خپلې ورځینۍ چارې ترسره کړي.

فرزانه بله هغه نجلۍ ده چې له اوو کلونو راپدیخوا په تالقان ښار کې موټر چلوي.
هغه په تخار کې د ښځو موټر چلونې دود په رواجیدو ټینګار لري او له نورو نجونو هم غواړي چې په ټولنه کې فعاله اوسي.
په همدې حال کې، یو شمیر مدني فعالانې د دې ترڅنګ چې د ښځو له دې کاره ملاتړ کوي، له امنیتي بنسټونو غواړي چې د موټرچلوونکو نجونو امنیت ټینګ او د زورونې مخنیوی وکړي.
له بلې خوا، د تخار پولیس په دې ولایت کې د موټرچلوونکو نجونو لپاره د آسانتیاوو د رامنځته کیدو لپاره د هڅو خبر کوي.
د تخار د پولیسو ویاند، خلیل اسیر وایي چې دا بنسټ د موټر چلونې لپاره د نجونو د لیوالتیا هرکلی کوي او د اړتیا په صورت کې، پولیس له هغو سره همکارۍ ته چمتو دي.
په داسې حال کې چې د تخار ټولنه دودیزه ده او په دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هم لوړ دی، خو په دې ولایت کې نجونې، د سړیو ترڅنګ په ټولنیزو فعالیتونو لکه هوټل سمبالولو، هټۍ چلولو او موټرچلونې په برخه کې فعالیت لري.
