په تخار ولایت کې د یوه ماین د چاودنې په پایله کې د ښوونځي ۹ زدکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سیمه ییز پازوال وایې دا چاودنه د پیلنۍ په ورځ سهار ۹ بجې د دې ولایت درقد ولسوالۍ په طاهري سیمه کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده رامنځته شوې چې ټول قربانیان یې هم د ښوونځي زدکوونکي دي چې ښوونځي ته د تلو پر مهال له ماین سره برابره شوي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا برید غندلی او ویلي دي چې طالبان د داشان بریدونو په ترسره کولو سره نشي کولای د زدکړو تر لاسه کولو لپاره د خلکو په تیره بیا راتلونکي نسل تکل کمزوری کړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي