1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په تخار کې یو جهادي قوماندان له طالبانو سره په نښته کې ووژل شو

پیرمقل ضیایی
02 May 2021

جهادي قوماندان پیرمقل ضیايي، په تخار ولایت کې د دولت له وسله والو مخالفینو سره په نښته کې ووژل شو.

د تخار د پولیس مشرۍ ویاند خلیل اسیر وايي چې ملاپیرمقل ضیايي د دې ولایت رستاق ولسوالۍ ګردآب کلي ته د امنیتي ځواکونو مرستې ته تللی وو چې له طالبانو سره په نښته کې یې ژوند بایللی دی.

ښاغلی اسیر زیاتوي چې په دې نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمیر په اړه یې څه نه وايي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پیرمقل ضیايی له جهادي قوماندانو او مارشال عبدالرشید دوستم ته له نږدې کسانو وو.