1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په تخار کې ۱۷ وسله وال طالبان مړه او ټپیان شول

تخار-1
24 Sep 2019

په تخار ولایت کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې لس وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیا دي.

د تخار د پولیس مشرۍ ویاند خلیل اسیر وایې دا طالب جګړه مار په ینګي قلعه ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې مړه او ټپیان شوي دي.

ینګي قلعه ولسوالۍ چې تیره اونې د طالبانو په لاس سقوط شوې وه له پنځو ورځو وروسته د امنیتي ځواکونو ګډو عملیاتو  په پایله کې د دې ډلې له کنټروله ووته.

د تخار پولیس وایې چې د دې عملیاتو په ترڅ کې ولسي کسانو او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

په تخار کې مدني فعاله فرشته شریفی وایې چې د تخار اوسنی حالت د اندیښنې وړ دی او د طالبانو د ډلې د فعالیت لمن ورځ تر بلې په دې ولایت کې پراخیږي.

په همدې حال کې د تخار اوسیدوونکي هم په دې ولایت کې د وسله وال طالبانو د فعالیت د لمنې له پراختیا او امنیتی حالت له بدتره کیدو اندیښنه کوي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي