1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ترکیه کې د افغانستان سولې اړوند ناسته، زلمی خلیل زاد دې هیواد لاړ

Zalmay-Khalilzad-1-e1460555203588
28 Mar 2021

د آمریکا د بهرنیو چارو وزارت ترکیې ته د زلمي خلیل زاد له سفره خبر ورکوي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلی خلیل زاد به ترکیې ته په خپل سفر کې هڅه وکړي ترڅو ټولې هغه غاړې چې د افغانستان په جګړه کې ښکیلې دي د سولې د خبرو اترو پیاوړتیا ته وهڅوي.

اعلانپاڼه زیاتوي چې د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړی استازی به له دواړو لوریو سره یوې سیاسي هوکړې ته د رسیدو لپاره چې د تلپاتې اوربند او سولې لامل شي د خبرو اترو پر سر چمتو والي په موخه مرسته وکړي.

په همدې حال کې عبدالله عبدالله په ترکیه کې د افغانستان د سولې ناسته برخلیک جوړونکې بولي.

د ملي روغې جوړې لویې شورا مشر له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي دي چې د افغانستان دولت د خبرو اترو له منځپانګې سره، ترکیې ناستې ته ورځي.

ښاغلي عبدالله همدا شان ویلي دي چې د سولې د خبرو اترو د بهیر په برخه کې له ولسمشرغني سره جدي اختلاف نه لري.

تمه ده د ترکیې ناسته راتلونکې میاشت د هیواد د سولې د بهیر په اړه ترسره شي.