| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په ترکیې کې یوې افغان میرمنې د قران کریم ۳۰ جزه په لاس ګڼډلي دي
26 Jan 2021
دې میرمن په نږدې پنځو کلونو کې، د تیترون ۱۸۰ متره ټوټې، اته کیلوګرامه زرین تار ګوټکونو، دوه نیم کیلوګرامه سور وریښم او یو کیلوګرام زرغون وریښم کارولو سره، قران کریم په لاس ګنډلی دی.
کیمیا، هغه میرمن چې ۶۰ کاله عمر لري او د درې هلکانو او پنځو نجونو مور ده. دې ۴۰ کاله مخکې له خپلې کورنۍ سره جلا وطنۍ ته اړه شوی او په پاکستان او مدینې منوره کې د مهاجرت وروسته، په ترکیې کې میشته شوه.

دا میرمن چې د خپل عمر ډیره برخه یې په ګلدوزۍ کې تیره کړې، وایي چې تر ټولو لویه هیله یې پر ټوټې د قران کریم د تورو ګڼډل وو چې ورته ورسیده.
میرمن کیمیا وایي چې په ۲۰۱۶ زیږدیځ کال کې یې د دې هنري اثر د ګنډلو چارې پیل کړې او د څلورو کلونو او لسو میاشتو وروسته یې په ۶۰۴ پاڼو کې د قران کریم د ۳۰ جزو د ګڼډلو چارې بشپړې کړې.
په ټوټو د قران کریم ګنډلو کې، د تیترون ۱۸۰ متره ټوټې، اته کیلوګرامه زرین تار ګوټکې، دوه نیم کیلوګرامه سور وریښم او یو کیلوګرام زرغون وریښم کارول شوي او ټول لګښت یې د میرمن کیمیا پر غاړه وو.
دې میرمن وویل د ګنډل شویو برخو د سم والي د څیړلو او بیا لوستلو په برخه کې، د دې میرمن خاوند او یو ځوی ورسره مرسته کړې ده.
