1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په تورخم کې ۷۰۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي وموندل شول

Mawad-Makhader--1536x864
14 Apr 2021

سیمه ییز پازوال د ننګرهار په تورخم بندر کې د نږدې ۷۰۰ کیلو ګرامه چاودیدونکو توکو له موندلو خبر ورکوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي چې امنیتي ځواکونو د ننګرهار په تورخم بندر کې ۶۸۹ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي چې د دالو په ۲۶ بوجیو کې ځای پر ځای شوي وو له یوه ټیلري موټر څخه تر لاسه کړي دي.

ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي چې د دې شمیر چاودیدونکو توکو په تړاو دوه تنه هم نیول شوي او په خپل جرم یې اعتراف هم کړی دی.