1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په تیره اوونۍ کې ۴۴۲ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

84jc4mcg-1386131857
14 Jun 2020

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په تیره یوه اوونۍ کې، په افغانستان کې د طالبانو ډلې د خوځښتونو په پایله کې، ۴۴۲ امنیتي ځواکونه مړه او ټپيان شوي.

 

 د طالبانو ډلې ویاند، طارق آرین نن له غرمې وړاندې (یوه نۍ، غبرګولي۲۵/جون۱۴)، په یوې ګډې خبري ناسته کې وویل چې په تیره یوه اوونۍ کې، د طالبانو د بریدونو په پایله کې، ۴۲۲ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د هغه په وینا، په دې موده کې طالبانو په ۲۹ ولایتونو کې، ۲۲۲ بریدونه کړي دي.

ښاغلي آرین زیاته کړه، دې ډلې د تاوتریخوالي د اوونۍ وروسته د دولتي سرتیرو، عامه تاسیساتو او د امنیتي سرتیرو موخه ییزو ترورونو ته دوام ورکړی چې ډیرۍ یې په کابل کې وو.

د کورنیو چارو وزارت ظاهراْ طالبان په کابل کې په جوماتونو د وروستیو بریدونو اصلي عاملین بولي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه وویل: “هغه بل څه چې طالبانو د رواني فشار په توګه په خلکو او د افغانستان په حکومت تحمیل کړی، د افغانستان په عالمانو برید چې د اختر درې ورځیني اوربند وروسته شوی او د طالبانو د ترهګریزو موخو برخه شمیرل کیږي.”

مخکې له دې، طالبانو بیا د وزیر محمد اکبر خان او شیرشاه سوري په جوماتونو وروستي بریدونه رد کړي دي.

له بلې خوا، د ملي امنیت د شورا ویاند، جاوید فیصل په دې ناسته کې وویل چې طالبانو د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک وروسته خپل خوځښتونه ګړنډي کړي.

د ملي امنیت د شورا د څیړنو پر بنسټ؛ د جګړې په فصل کې د تیرو کلونو په پرتله په مرګ ژوبلې او تاوتریخوالي کې هیڅ بدلون ندی راغلی او لا د طالبانو تاوتریخوالي ډير شوي دي.

ښاغلي فیصل د طالب بندیانو د خوشې کیدو بهیر ته ګوتڅنډنې سره یاده کړه چې حکومت د دې ډلې د دوو زرو پاتو بندیانو د خوشې کیدو په برخه کې ژمن دی او تمه ده چې په دې اړه د دواړو لوریو فني ډلې سره ناستې ولري.

حکومت تراوسه د طالبانو ۳زره بندیان خوشې کړي، خو دې ډلې مخکې لدی اعلان کړی چې د سولې د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د بندیانو د خوشې کیدو د بهیر بشپړیدو وروسته به، د دې ډلې پلاوی له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي.