د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په تیره یوه اوونۍ کې په هیواد کې په امنیت ضد پیښو کې د ۱۰۹ ماشومانو په ګډون د ۲۸۰ ولسي کسانو له مړینې او ۶۳۴ تنو له ټپي کیدو خبر ورکوي.
دې راپور په خپل نوې راپور کې همدا شان د جګړې له ښکیلو غاړو غوښتي چې په هیواد کې جګړو ته د پای ورکونې لپاره خبرو اترو او اوربند ته لومړیتوب ورکړي.
دا سازمان همدا شان له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې هم غواړي د هیواد والو بشر حقونو څخه ملاتړ لپاره خپل حقوقي او اخلاقي پازه ترسره کړي او په افغانستان کې دې د تاوتریخوالو مخنیوي لپاره کار وکړي.