د کډوالو چارو وزارت وایي چې د ۱۴۰۰ لمریز کال له پیله تراوسه، له ۱۲۸زره ډیرې کورنۍ د طالبانو د بریدونو په پایله کې له خپلو کورونو بېځایه شوې دي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند، اسلام الدین جرات نن (پیلنۍ، غبرګولي نهه ویشتمه)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې دا وزارت د سازمانونو او نړیوالو بنسټونو په همغږۍ دې کورنیو ته د مرستې رسولو په هڅه دی.
د دې وزارت د شمیرنې پر نبسټ، ډیرۍ بېځایه شوي له هلمند، کندهار، کندز، فاریاب او بغلان ولایتونو څخه دي چې د نارکراریو له کبله یې خپل کورونه پرې ایښي او امنو سیمو ته یې پناه وړې ده.
د کډوالو چارو وزارت ویاند ویلي چې د افغانستان دولت د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو په چارو کې د لویې کمیسارۍ په همکارۍ، د پاکستان د کډوالو په کمپونو کې له ۷۵زره افغان کډوالو کورنیو سره چې د کرونا ویروس له کبله له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي، مرسته کړې ده.
ښاغلي جرات زیاته کړه: “د ملګرو ملتونو سازمان د لویې کمیسارۍ په دې مرسته کې، د هرې کورنۍلپاره ۱۲زره پاکستانۍ روپۍ مرسته شوې ده.”
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د شمیرنو پر بنسټ، اوس مهال د افغانستان ۲ میلیونه او پنځه سوه زره ډیر وګړي په پاکستان کې کډوال دي او ډیره دا شمیرنه هغه کورنۍ جوړوي چې د کډوالو په کمپونو کې لږو عایداتو سره ژوند کوي.