1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په تیرو شپږو میاشتو کې ۱۰ بهرنیانو د افغانستان تابعیت ترلاسه کړی

WAZARAT
12 Jul 2021

د عدلیې وزارت وایي چې د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، اوه بهرنیو ښاریانو د افغانستان د تابیعت د ترلاسه کولو غوښتنه کړې او د لسو بهرنیو وګړو د تابعیت د ترلاسه کولو دوسیه د دې وزارت له لورې وروستۍ شوې.

د عدلیې وزارت د اعلانپاڼې پر بنسټ چې دوه نۍ (چنګاښ یوویشتمه)، خپره شوه، راغلي چې دا لس کسان د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو دي چې د تابعیت د ترلاسه کولو د دوسیو وروستي کیدو او د ولسمشر له لورې د فرمان صادریدو سره، رسماْ د افغانستان تابعیت ترلاسه کړي.

په دې اعلانپاڼه کې راغلي چې د تابعیت د پریښودو او ترلاسه کولو د چارو د څیړلو کمیسیون د څیړنو وروسته د دې لسو دوسیو وروستي کیدو سره، یوازې د تابعیت د ترلاسه کولو درې دوسیې د دې وزارت تر کار لاندې دي چې ډیر ژر به وروستۍ شي.

همداراز د عدلیې وزارت ویلي چې په دې موده کې، د افغانستان ۱۰۲ ښاروندانو هم د دومي هیواد د تابعیت د ترلاسه کولو له کبله، د افغانستان تابعیت پریښی دی.

په اعلانپاڼه کې راغلي دي: د روان مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د سږکال او تیر کال د دوسیو په ګډون د ۱۷۸ تابعیت پریښودو دوسیې وروستۍ شوي او د کابینې د تصویب وروسته، د ولسمشرۍ له لورې منظور شوي.

د عدلیې وزارت، د افغانستان د تابعیت د پریښودو تر ټولو لوی لامل د هغو هیوادونو قوانین بللي چې د افغانستان وګړي په کې ژوند کوي او غواړي د هماغه هیواد تابعیت ترلاسه کړي. دا هیوادونه، بهرنیو وګړو ته د تابعیت ورکړه د مخکیني تابعیت د لغوه کیدو په صورت کې ورکوي.