1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په تیرو شپږو ورځو کې په هیواد کې نږدې ۸۰ تنه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تلفات
19 Apr 2021

د بشرحقونو خپلواک کمېسیون نوې شمیرنې ښيي چې په تیرو شپږو ورځو کې په هیواد کې ۳۹ تنو ولسي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۰ تنه هم ټپیان شوي دي.

د دې کمېسیون د نویو موندنو پر بنسټ دا کسان په فراه، پروان، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د چسپکي او واټ تر غاړې ماینونو چاودنې او وسله والو بریدونو په پایله کې مړه او ټپیان شوي دي.

دا کمېسیون د طالبانو ډله او ناپيژانده وسله وال کسان د دې پیښې عامل بولي.

طالبانو تر اوسه د دې راپور پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.