1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په تیرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا هیڅ مثبته پيښه نده ثبت شوې

وحیدالله مایار
18 Mar 2020

د عامې روغتیا وزارت پازوال وایي چې تمه ده په هرات او بلخ ولایتونو کې د کرونا ویروس د تشخیص دوه سیمه ییز مرکزونه جوړ کړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند، وحیدالله مایار، نن (څلورنۍ، د کب۲۸/مارچ۱۸)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې، په هیواد کې د کرونا ویروس هیڅ مثبته پيښه نده ثبت شوې.

د ښاغلي مایار په وینا، په هیواد کې د کرونا ویروس د خپریدو له پیله، تراوسه په تشخیصي مرکزونو کې ۳۴۰ شکمنې پيښې څیړل شوي چې له دې ډلې، ۲۷۳ یې منفي، ۴۵ یې تر څیړنو لاندې او ۲۲ یې مثبتې ثابتې شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند، د یو شمیر روغتونونو له لورې د کرونا ویروس د خپل سري تشخیص په غبرګون کې وویل چې دې وزارت هیڅ بنسټ ته د کرونا ویروس لپاره د روغتیایي آزمایښټ جواز ندی ورکړی.

هغه وویل چې تمه ده په بلخ او هرات ولایتونو کې د کرونا ویروس د تشخیص دوه سیمه ییز مرکزونه هم جوړ شي.

له بلې خوا په دې وروستیو کې ولسمشر غني، د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره ۴۰۰ میلیونه افغانۍ هرات ولایت ته ځانګړې کړې.

په هیواد کې د کرونا ویروس خپریدو، د هیوادوالو ترمنځ ډیرې اندیښنې زیږولې دي.

په دې منځ کې، یوه شخصي روغتون، نن (څلورنۍ)، په کابل کې د ماسک ویشلو او په کرونا ویروس د اخته کیدو د مخنیوي د پوهاوي درې ورځینی کمپاین پیل کړ.

د ې کمپاین ترسره کوونکی، سیر وفا له هیوادوالو غواړي چې له دې ویروس سره د مبارزې لپاره، روغتیایي توصیو ته پاملرنه وکړي.

له دې سره سم، اروپایي ټولنې په افغانستان کې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره، په هیواد کې د هر اړخیز اوربند غوښتنه کړې؛ دا وړاندیز د افغانستان د حکومت له هرکلي سره مخ شوی.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي، رولاند کوبیا په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: ټول حق لری چې د کرونا ویروس پر وړاندې ورسره مرسته وشي، د دې لپاره چې دا مرستې په سمه توګه ترسره شي، لومړی ګام باید هراړخیز اوربند، له بشرپاله مرستو د مالیې اخیستلو بندیدل، د بشپړ لاسرسي آسانتیا، د خوندیتوب لرل او له حکومت سره همکاري او همغږي و اوسي او دا د افغانستان ټول ولس ته د مرستو لپاره لار هواروي.

له بلې خوا، په کابل کې د امریکا سفارت د یوې اعلانپاڼې خپرولو سره، په افغانستان کې خپلې ټولې کنسولي او ښاروندي چوپړتیاوې ځنډولې دي.

لیدا نوروزی – آرزو نیوز

ژباړه: شمس الرحمن خپلواک