په هیواد کې په تیرو ۲۴ګړیو کې د کرونا ویروس ۳۴۹ نوې مثبتې پیښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح نن په یوې خبري ناسته کې وویل چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۱۰۱۳ سمپلونه ټسټ شوي دي چې له دې منځه ۳۴۹ یې مثبتې دي چې له دې سره په هیواد کې د کرونا ټولې مثبتې پیښې ۶۴۰۲ ته رسیږي.
د نویو پیښو له منځه ۱۲۷ په کابل،۵۶ په پکتیا،۳۷ په ننګرهار،۳۱ په بلخ،۲۹ په هرات،۱۱ په بغلان،۱۰ په کندهار،۱۰ په لوګر،۸ په لغمان،۸ په سرپل،۷ په تخار،۵ په جوزجان،۵ په بادغیس،۳ په کندز۱ په پنجشیر،۱په بامیان او یوه پیښه هم په میدان وردک ولایت کې ثبت شوې دي.
د ښاغلي مجروح په وینا په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې ۶ په کابل،۴ په غزني،۲ په هرات،۱ په ننګرهار،۱ په تخار او یوه کس هم په کندز کې دی چې له دې سره د مړو شمیر ۱۶۸ ته او همدا راز په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۳۳ کسان روغ شوي دي چې د روغ شویو کسانو شمیر هم ۷۷۸ ته ورسید.