1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په تیرو ۲۴ ګړیو کې په هیواد کې د کرونا ویروس له کبله ۶ تنو مړینه

thumbs_b_c_64bd26650fb0bbea7cbbc2d297bd2922
05 Dec 2020

په تیرو ۲۴ ګړیو کې په کرونا ویروس شپږو اخته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې همدا راز ۱۳۲ تنه په کووید۱۹ اخته شوي دي.

اوسمهال په هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۴۷ زره او ۳۸۸ تنو ته رسیږي چې له دې منځه یو زرو اته سوه او اوه څلویښت(۱۸۴۷) تنه هم د دې ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او ۳۷ زره او درې سوه او ۴۷ تنه هم روغ شوي دي.

په همدې حال کې حکومت د کرونا واکسین پلې کیدو لپاره د نړیوالو مرستو جلبولو په لټه دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ مانۍ اعلان وکړ چې د نړیوال بانک او آسیا پراختیايي بانک په افغانستان کې د کووید۱۹ واکسین لومړني پړاو له پلې کیدو څخه د تمویل خبر ورکړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې مرسته کوونکي بنسټونه هم له افغانستان سره مالي مرستو پر سر کار کوي.