1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په تیرو ۲۴ ګړیو کې په هیواد کې ۱۹۲۷ تنه په کرونا ویروس اخته شوي

Coronavirus 4
20 Jun 2021

د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ګړیو کې په کرونا ویروس د ۱۹۲۷ تنو له اخته کیدو او ۹۳ تنو له اخته کیدو خبر ورکوي.

د روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ۵۴۴۷ شکمنو آزمېښت شویو بیلګو له منځه ۱۹۲۷ پیښې مثبتې ختلي او ۵۲۶ تنه هم روغ شوي دي.

د نویو پیښو په ثبت سره په هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۱۰۳ زره او ۹۲۱ تنو ته رسیږي چې له دې منځه بیا ۴۲۱۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په همدې حال کې د ایران د اکسیجن ۲۰ ټني لومړنۍ جوپه هم افغانستان ته راورسیده.

د هرات امبولانس آمریت اعلان وکړ چې د ایران مرسته شویو اکسیجنو لومړنۍ جوپه چې له افغانستان سره یې ژمنه کړې وه، تیره ورځ له مشهد څخه هرات ته را ورسیدل.

د دوی په وینا،د دې اکسیجن به تر لاسه کولو سره به په هرات او شاوخوا ولایتونو کې د اکسیجن د کمښت ستونزه حل شي.