1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په تیرو ۲۴ ګړیو کې په کندهار کې د جګړو له کبله ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

154-1
15 Jul 2021

په کندهار ولایت کې په تیرو ۲۴ ګړیو کې د جګړو له کبله ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د میرویس روغتون مشر داوود فرهاد وايي چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې د کندهار ښار له ۷،۸،۹ حوزو او همدا شان دامان،ارغنداب او سپین بولدک ولسوالیو څخه شپږ مړي او ۹ تنه ټپیان چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي دې روغتون ته لیږدول شوي دي.

ښاغلی فرهاد زیاتوي چې تر اوسه نه ده څرګنده چې دا کسان د جګړې له کوم لوري مړه او ټپيان شوي دي.

په همدې حال کې د کندهار د بشرحقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ښکیلو غاړو غواړي ترڅو د جګړې پر مهال د ملکي کسانو ژوند ته پام وکړي.