| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په جاپان کې په جې شل ناسته کې د نړۍ د اقتصادي ځواکو لیدنه
20 Jun 2019
تمه ده د نړۍ د یوشمیر هیوادونو مشران په جاپان کې د شل ډلې د ناستې په څنډه کې سره لیدنه او خبرې اترې وکړي.
د راپورونو پربنسټ د نړۍ د ۲۰ غوره اقتصادونو دمشران ناسته تر یوې راتلونکې اونۍ د (۲۰۱۹)زیږدیز کال جون میاشتې په پاي کې په جاپان کې ترسره شي.
د رویټرز خبرپاڼې لیکلې دي چې د امریکا ولسمشر دونالدټرامپ ویلي دي جاپان ته په خپل سفر کې به د جی شل ناستې په ترڅ کې له خپل روسي سیال ولادیمیرپوټين او د چین له ولسمشر شي جینګ پینګ سره لیدنه وکړي.

ټرامپ زیاته کړې ده چې ددې هیوادونو له مشرانو سره په لیدنه کې له دواړو هیوادونو سره د ښو اړیکو پر اړتیا ټینګار لري.
په همدې حال کې داسي راپورونه هم خپاره شوي دي چې د چین ولسمشر شي جینګ پینګ چې د دو ورځو لپاره پیونګ یانګ ته تللی دی،د شمالي کوریا له مشر سره له لیدنې وروسته په جې شل ناسته کې د ګډون او د نړۍ د هیوادونو له مشرانو په تیره بیا دامریکا د ولسمشر دونالډټرامپ سره د لیدنې لپاره جاپان ته لاړ شي.
تمه کیږی چې د یوشمیر نورو هیوادونو مشران هم په جاپان کې په روانه میاشت کې د جې شل ناستې په څنډه کې پر بیلابیلو سکالو او دوه اړخیزو اړیکو لیدنه او خبرې اترې وکړي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي
