په جلال آباد ښارکې په یوې چاودنه کې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ننګرهار د پولیس مشرۍ ویاند مبارز اتل ویلي دي چې دا چاودنه پرون مازدیګر په جلال آباد ښار کې یوه هوټل ته نږدی رامنځته شوې ده.
ښاغلی اتل وایې دا چاودنه د یوه چسپکې ماین له کبله رامنځته شوې.
په همدې حال کې،د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وایې په دې پیښه کې درې کسان ټپیان او یو بل کس هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ننګرهار د سیمه ییزو مسوولینو په وینا،په دې پیښه کې د پوهنتون استاد مسعود نیکبخت خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي