1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په جلال آباد ښار کې چاودنه وشوه

64491421_906215363051119_5049880275845120000_n
20 Jun 2019

نن سهار د(جون ۲۰ مه)دجلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې دیوې چاودنې په پایله کې یو کس خپل  ژوند له لاسه ورکړ  او شل نور ټپیان شول.

دننګرهار دوالي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایې دا پېښه هغه مهال وشوه چې د یوه ولسي پاڅون کونکي قوماندان په موټر کې چسپکې چاودنه وکړه.

ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي چې په دې پیښه کې د ولسي پاڅون کونکو قوماندان ملک دهقان ته زیانه نه دي اوښتي.

د ننګرهار دعامې روغتیا د ریاست د شمیرنو پربنسټ په دې پېښه کې یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او د دو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون شلو نور ټپیان شوي دي چې دټپیانو په منځ کې د ملک دهقان ساتونکي هم شامل دي.

ددې چاودنې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخستې.

آرزو خبري سایټ ــ شمس  الله رحيمي