1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په جلال آباد کې د نښتې دوام، تر دمګړۍ ۶۴ کسه مړه او ټپیان دي

جلال آباد
03 Aug 2020

له پرون ماښام راهېسې د جلال آباد ښار بندخونې ته نږدې د امنیتي ځواکو او وسله والو بریدګرو تر منځ نښه دوام لري.

د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې یوشمیر بریدګرو پرون ماښام،د ننګرهار بندخونې ور پر وړاندې موټربم چاودنه وکړه او وروسته بیا له امنیتي ځواکونو سره په نښته شول.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼی وایي،امنیتي ځواکونو درې بریدګر له پښو غورځولي خو څو نور بریدګر لاهم له امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي.

د ننګرهار د والي د ویاند په وینا،په دې پیښه کې تر اوسه د ولسي کسانو،بندیانو او پوځيانو په ګډون ۲۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلی خوګیاڼی ټینګار کوي چې نږدې زر هغه بندیان هم د امنیتي ځواکونو له لوري بیرته نیول شوي چې د جلال آباد ښار له بندخونې یې د تېښتې هڅه درلوده.

د جلال آباد بندخونه د دې ښار په څلورمه ناحیه کې ده.