1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په جوزجان او سرپل کې د ۱۳ وسله والو طالبانو وژل کیدل

سرپل
10 Feb 2020

۱۳ وسله وال طالبان په جوزجان او سرپل ولایتونو کې وژل شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې دا پیښه تیره ورځ ( د سلواغې ۲۰/ فبرورۍ ۹) د دې ډلې نورو جنګیالیو ته د ماین جوړونې د روزنې پر مهال رامنځته شوې چې په پایله که یې د “متوکل” په نوم د دې ډلې یو ځیرک ماین جوړونکي په ګډون، پنځه وسله وال مړه او شپږ نور ټپیان شوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د جوزجان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ په میملیک کلي کې په یوه هوایي برید کې، د طالبانو د یوه مخکښ قومندان “قریش” په ګډون، اته تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

آرزو نیور – نجلا مایار