په جوزجان کې د طالبانو د ډلې د سرې قطعې ۶غړي او د دې ډلې ۱۱ نور غړي د جوزجان ــ سرپل لویې لار کې وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د طالبانو د ډلې د سرې قطعې قوماندان مولوي احمدشاه د ډلې ۶ غړي د جوزجان خانقاه ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په یوه کمین کې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
له بلې خوا د ۲۰۹ شاهین قول اردو د جوزجان سرپل په لویه لار د دوو وسله والو طالبانو له وژل کیدو خبر ورکوي چې په منځ کې یې د دې ډلې دوه مخکښ غړي هم شامل دي.
طالبانو تر اوسه د دې کسانو د وژل کیدو په تړاو څه نه دي ویلي.