سیمه ییز پازوال وایې،طالبانو تیره شپه (دوه نۍ)د آقچې ولسوالۍ بالا حصار سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې یرغلیز بریدونه کړي دي او ۲۲ امنیتي ځواکونه یې وژلي دي.
د جوزجان په آقچې ولسوالۍ کې د طالبانو تیرې شپې یرغلیزو بریدونو کې نږدی ۳۰ سرتیري مړه او ټپیان شوي دي.
په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازي عزیزالله الفتي آرزو ته وویل چې طالبانو له یوه نفوذي کس په ګټنې لومړی دا سرتیري د آقچې ولسوالۍ په بالاحصار پوسته کې بی هوښه کړي او ورووسته یې بیا ۲۲ تنه په ډزو سره وژلي دي.
د جوزجان والي مولوي لطفالله عزیزي د دې پیښې پخلی کوي او وایې چې امنیتي ځواکونه به ډیر ژر د دې سرتیرو د وینو غچ واخلي.
له بلې خوا د ۲۰۹ شاهین قول اردو د آقچې ولسوالۍ په بالاحصار کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې د طالبانو یرغلیز بریدونه مني.د دې قول اردو قوماندانۍ ټینګار کوي چې د نښتو په پایله کې د طالبانو ډلې ته هم درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جوزجان د والي په وینا، په آقچې ولسوالۍ کې امنیتي ګواښونه له بل هر مهاله لوړ شوي دي او که چیري په دې ولسوالۍ کې پراخ عملیات په لاره وا نچول شي،د وسله والو مخالفینو خوځښتونه به زیات شي.
د آقچې پنځه ګونه ولسوالۍ د هیواد له نا امنو سیمو څخه شمیرل کیږي چې کله نا کله د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سختې نښتې شاهده وې.
مخکې له دې هم یو سیمه ییز قوماندان له خپلو ۱۱ کسانو سره له طالبانو سره په نښته کې د آقچې په فیض آباد ولسوالۍ کې ووژل شو.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي