نږدې ۲۰ تنو امنیتي ځواکونو په جوزجان ولایت کې د طالبانو د یرغلیزو بریدونو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د جوزجان د ولایتي شورا یو غړي آرزو ټلویزیون ته ویلي چې طالب جنګیالیو تیره شپه (درې نۍ، غبرګولي۲۸/جون۱۷)، په آقچه ولسوالۍ کې په ګڼو اډو بریدونه کړي چې په دې نښتو کې، اتلسو امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹ تنه هم ټپیان شوي دي.
د ولایتي شورا دې غړي ټینګار وکړ چې طالبان د پوځ پنځه ځواکونه له ځانه سره بیولي دي.
په همدې حال کې د جوزجان د والي ویاند، معروف آذر ویلي چې په دې نښته کې، اوو امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپيان شوي دي. د ښاغلي آذر په وینا، طالبانو ته په دې نښته کې درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یوه بل خبر له مخې، د کندز ښار په تلوکې سیمه کې د امنیتي ځواکونو په یوې اډې د طالبانو په یرغلیز برید کې، ۹ تنه امنیتي ځواکونه مړه او ټپیان شوي.