د طالبانو د ډلې یو کلیدي قوماندان له خپلو ۵ کسانو سره په جوزجان ولایت کې وژل شوی دی.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دې ولایت په منګجک ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې د دې ډلې یو مخکښ قوماندان له خپلو پنځو ساتونکو سره وژل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دې نښته کې ملا مدرت او مولوي قربان په نامه د دې ډلې د دو سرګروپانو په ګډون ۷ غړي هم ټپیان شوي دي.
دا خبرپاڼه همدا شان زیاتوي چې په دې نښته کې یو امنیتي سرتیری هم ټپي شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.