1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په جوزجان کې د ناپيژانده وسله والو د ډزو په پایله کې د دوو تنو مړینه

ندیم
22 Apr 2021

ناپيژانده وسله والو په جوزجان کې دوه تنه په ډزو وژلي دي.

د جوزجان د پولیسو ویاند مسعود ندیم وایي چې دا پيښه تیره ورځ له غرمې وروسته (د غویي لومړی) د شبرغان ښار په خیرخانې سیمه کې ترسره شوې چې د دې پيښې په پایله کې د جوزجان یو له اوسیدونکو نصیر احمد حیدري له خپل زوی سره د ناپيژانده وسله والو له لوري ووژل شو.

ښاغلی ندیم ټینګار کوي چې د دې پيښې عاملین له سیمې تښتیدلي او تراوسه د دې وژنې څرنګوالی هم ندې روښانه.