1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په جوزجان کې د یوه دیني عالم وژنه

ذذ
25 Jul 2021

په شبرغان ښار کې یو دیني عالم د ناپيژانده وسله والو له لوري ووژل شو.

د جوزجان د پولیسو ویاند مسعود ندیم وایي تیره ورځ د شبرغان ښار په مرکز کې یو دیني عالم مفتي رفیع الله د پروژې جي اړوندو د مولانا جلال الدین محمد بلخي جومات مخې ته د ناپيژانده وسله والو له لوري ووژل شو.

ښاغلی ندیم همداشان زیاتوي چې دا دیني عالم د سرپل د کوهستانات اصلي اوسیدونکی وو.

 د جوزجان د پولیسو ویاند ټینګار کوي چې د دې پيښې لامل تراوسه ندې روښانه او د دې پيښې په تړاو هم څوک ندي نیول شوي.