1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په حکومت کې درز؛ عبدالله د روغې‌جوړې د لویې شورا جوړښت ونه‌منود

1398122110052840719891224
31 Aug 2020

د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر ویلي چې د ملي روغې جوړې د شورا جوړښت د ده له واکونو څخه دی او د ولسمشر غني فرمان ته اړتیا نلري.

 

د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر، عبدالله عبدالله، نن (دوه نۍ، وږي۱۰مه)، په یوې اعلانپاڼه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ له لورې د ملي روغې جوړې د لویې شورا له جوړښت سره د مخالفت اعلان وکړ.

ښاغلي عبدالله په دې اعلانپاڼه کې ویلي چې د دې شورا جوړیدل د ملي روغې جوړې د لویې شورا واک دی او د ولسمشرۍ ماڼۍ مقام فرمان ته ایجاب نه کوي.

د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر همدراز ویلي دي: “د ملي مصالحې عالي شورا ترکیب باید جامع او همه شمول اوسي او په دې برخه کې د هېواد له مختلفو سیاسي ـ مدني رهبرانو او جریانونو سره مشورې پيل شوي او د وروستي کېدو په حال کې دي.”

مخکې له دې مخکیني ولسمشر حامد کرزي، د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي هم په دې شورا کې غړیتوب نه دی منلی او ورسره یې د مخالفت اعلان کړی.

خو نن د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند، صدیق صدیقي په یوې خبري ناسته کې وویل چې د دې شورا د جوړیدو اړوند د هیواد له بیلابیلو قشرونو سره سلاوې شوې دي.

د ښاغلي صدیقي په وینا، اوس مهال د ارګ او سپیدار ترمنځ ستونزې هوارې شوي او دواړه یو آدرس لري چې د افغانستان حکومت دی.

په همدې حال کې، یو شمیر سیاسي بهیرونو ویلي چې د ارګ او سپیدار ترمنځ درز، له ټولو ډیر د سولې بهیر زیانمنوي او حکومت به د سولې د خبرو په میز کې بایلونکی وي.

له دې ټولو سره، عبدالله عبدالله په داسې حال کې د ارګ له لورې د ملي روغې جوړې د لویې شورا د جوړښت د وړاندې شوي نوملړ پر وړاندې د مخالفت اعلان کوي، چې مخکې له دې ښاغلي عبدالله په روانه اوونۍ کې د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل خبر ورکړی وو.