| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په خوست کې د ځانګړې قطعې د پولیسو په اډې برید پایته ورسید
27 Oct 2020
د کورنیو چارو وزارت وایي، دا برید د اوو بریدګرو د پښو غورځولو وروسته پایته ورسید؛ پنځه پوځیانو ژوند له لاسه ورکړی او د نهو ملکي وګړو په ګډون ۳۵ تنه ټپیان شوي دي.
نن سحار (درې نۍ، لړم شپږمه)، خوست یوه خونړۍ ورځ پیل کړه.
نن سهار ۵:۳۰ دقیقې، د خوست ښار په مرکز کې د ځانګړو ځواکونو قطعې مخې ته د چاویدونکو توکو څخه ډک موټر چاودنې؛ دې اډې ته د اوو بریدګرو د ننوتلو لپاره لار خلاصه او وروسته بریدګرو له امنیتي سرتیرو سره نښته پیل کړه.

د خوست والي، صدیق پتمن رسنیو ته وویل چې امنیتي سرتیرو له درییو موټربمونو څخه دوه موټره موخې ته له رسیدو دمخه شنډ کړل، خو یو موټر چاودنه وکړه.
ښاغلي پتمن، د دې برید څو ګړۍ وروسته، د دې پيښې مرګ ژوبله لږه وبلله.
د خوست ولایت پازوال، له نږدې یوولسو ګړیو وروسته د بریدګرو او پوځیانو ترمنځ د نښتې د پایته رسیدو خبر ورکړ.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق آرین وویل چې د اوو بریدګرو د له پښو غورځولو لپاره د امنیتي سرتیرو عملیات، په بریالیتوب سره پرمخ تللي.
د هغه په وینا، په دې پيښه کې ۱۶ پوځیان او نهه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې په خوست ولایت کې یو امنیتي پازوال آرزو ټلویزیون ته وایي چې په دې پيښه کې، لږ تر لږه پنځو پوځّیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ۲۵ پوځیانو په ګډون ۳۴ تنه نور هم ټپیان شوي دي.
د دې پوځي چارواکي په وینا، امنیتي سرتیرو د مرګ ژوبلې د اوښتو د مخنیوي لپاره، د بریدګرو د له پښو غورځولو عملیات، به تاکتیکي بڼه پرمخ وړي دي.
تراوسه کومې ډلې د دې پيښې پړه پرغاړه نده اخیستې او طالبانو هم په دې تړاو څه ندي ویلي.
په خوست کې د ځانګړې قطعې په پوځیانو یرغلیز برید، په وروستیو میاشتو کې کمساری وو.
