1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په خوست کې یوې چاودنې د درېیو ولسي کسانو ژوند واخیست

33
03 Mar 2020

په خوست ولایت کې د یوه ماین چاودنې په پایله کې درې ولسي کسان وژل شوي دي.

دا پیښه تیره ورځ د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې په یوه ورزشي لوبغالې کې په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په دې پیښه کې ۳ ولسي کسانو خپل ژوند بایللی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د دې پيښې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې. او طالبانو هم اعلان وکړ چې دا پیښه د دوی کار نه دی.