حکومت په وخت سره د روغتیایي کارکوونکو او روغتیاپالانو د تنخوا په ورکولو ټینګار کړی دی.
ولسمشر غني د عامې روغتیا وزارت له پلاوي سره په یوه ویدیویي ناسته کې، اړوندو ادارو ته ډنډه ورکړه چې روغتیاپالانو او روغتیایي کارمندانو ته د تنخوا په وخت ورکولو کې سمدستي ګامونه اوچت کړي.
ولسمشر غني همداشان ویلي چې د کرونا ویروس سره د مبارزې له شوونتیاوو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې تورونه باید ژر تر ژره وڅیړل شي.
ښاغلي غني د عمومي چارو ادرې ریاست ته یې هم دنده ورکړی چې د عامې روغتیا وزارت سره په همکاري، د دې وزارت اړتیاوې پوره کړي.