په دایکندي ولایت کې د یوې چاودنې په لړ کې، اوولس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق آرین ویلي چې دا پيښه نن سحار ( درې نۍ، تلې اتمه)، هغه مهال رامنځته شوې چې د دایکندي ولایت د کجران ولسوالۍ اړوندو سیمو کې د ملکي وګړو لیږدوونکی موټر پر ځای پر ځای شوي ماین ختلی دی.
د هغه په وینا، په دې پيښه کې د ۷ ښځو، پنځو ماشومانو او درې نارینه وو په ګډون څوارلس تنه وژل شوي او درې تنه نور هم ټپیان دي.
ښاغلي آریان طالبان د دې پیښې عاملین بللي، خو دې ډلې تراوسه په دې تړاو څه ندي ویلي.
د کورنیو چارو وزارت د ګزارشونو پر بنسټ، په تیرو شپږو میاشتو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د طالبانو ډلې د خوځښتونو او بریدونو په پایله کې، نږدې ۳۵۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.