1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په دریو ولایتونو د جنایي جرمونو په تړاو د اته تنو نیول کیدل

01-3
22 Jul 2020

اته تنه د وژنې او وسله والو غلاوو په تور په دریو ولایتونو کې نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، درې تنه مسلکي غله چې په څو وسله والو غلاوو کې لاس درلود د کاپيسا ولایت څخه نیول شوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې درې تنه نور هم د زورونۍ او یو کس د غلا په تور د خوست ولایت او یو بل کس هم د وژنې په تور د تخار ولایت څخه د پولیسو لخوا نیول شوي دي.

دا کسان په داسې حال کې نیول شوي چې په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ښاریان د جنایي جرمونو په ځانګړي توګه د وسله والو غلاوو له ډیریدو په کلکه اندیښمن دي.